د خلکو د خبرو درک ولې پيچلی کېږي؟

د خلکو د خبرو درک ولې پيچلی کېږي؟

——–
د انسان خلقت داسې شوی چې د زړه او ذهن واک یې خپل دی، کولی شي چې یوه خبره سيده هغسې وکړي څنګه چې فکر کوي خو برعکس خپله خبره لکه کپسول په پوښونو کې هم اچولی او راویستلی شي.

تاسې فرض کړئ که زموږ خبرې هم لکه د کمپیوټر غوندې وي یعنی هغه څه چې په زړه او ذهن کې وي، کټ مټ یې رابهر کړو نو د انسانانو تر منځ به یې څومره اسانتيا رامنځ ته کړې وه او څومره ستونزې به یې درلودې؟ ( یوه شېبې ته دا ليکنه همدلته پریږدئ او فکر وکړئ!)

د دې عصر یوه ستونزه دا ده چې د انسانانو درک پیچلی کېږي او ډېر خلک غواړي پیچلی شخصیت ولري. خلک غواړي په خپلو خبرو او حرکتونو کې تلوسه، انګيرنې او ډېر برداشتونه ځای کړي او دا ورته بو ښه هنري وړتيا ښکاري. تاسې فکر نه کوی نن ورځ چې ټول بشریت د یوازيتوب په رنځ اخته دی یوه وجه یې همدا کېدای شي ځکه د خلکو تر منځ بې باوري رامنځ ته کېږي.

د ډېر اضطراري حالت پرته که څوک خبرې په پردو کې رانغاړي نو دی د باور د کمېدو ډېر قوي ضربه ګوري خو دلته ذهنيت هم يو څه بدل دی، هغوی چې د زړه او خولې خبره یې یوه وي ساده یې بولي.

که سنجيده انسان ووسي، هغه به دا وېره نه لری او د ژوند د سکون، راحتی او اعتماد لپاره به هم په زړه او خوله یو شان وي.
د خبرو د پرده پوشۍ او دروغو لاملونه څه کېدای شي؟

خلکو سره د د یو څه د بایللو وېره وي!
يو کس و له بدې ورځې یې وظیفه نه وه خو د احترام او قدر د جلبولو په خاطر به یې هر ځای خپله شروع وکړه پلانکي ځای کې مې دومره پانګونه وکړه، دا کار مې روان کړی او دغومره په کې ګټم.

دروني دا سړی ډېر ژوبل و، زړه یې خوړ خو بهر به یې خلکو ته داسې غورې کولې. زه وايم زموږ همدا خویونه د کلتور برخه ګرځيږي او بد عواقب لري. تاسې څه فکر کوی که دا کس ښکاره ووايي چې وظیفه نه شته، په لټه کې یې يم، دا دا وړتياوې لرم نو د مقابل لورې خواخوږي او فکر به یې نه و خپل کړی؟ ممکن هغه ورسره مرسته هم وکړي، خوښ یې هم شي خو هغه مصنوعي احترام به چېرته ويسي؟
ځينې بیا دا کار د ځان ښودنې په خاطر کوي. دوی ته دا فرق نه کوي چې حقیقت کې څنګه دي خو دا چې د خلکو د ذهن په جغرافيه کې يو عظيم نوم ولري ورته خوشاله وي. دوی بیروني ځان یو ډول ښايي خو داخلی کیفیات یې بيخي بدل وي. یوه مهمه خبره ده چې بریالي خلک هغه دي چې د خپل ضمیر او وجدان محکمې ته خړ نه وي.

ځينې بيا د ميني، محبت او همزمانه د غریبۍ له وجې داسې شي. وايي ما ته د مور مينه هغه وخت سترګو ته ودرېده چې مڼې څلور وې او موږ پنځه ، مور مې غږ کړ چې زه مړه يم او زړه ته مې نه شي.

ځينې بیا بې جراته او شرمناکه وي، د هغوی نه، نه وي او ښه یې ښه نه وي.

په ټوله کې که موږ خپلې خبرې سیده او رښتيا ویلی شو، هيڅ ضرورت نشته چې دا فریبي لاره خپله کړو. د دې لپاره یوه ښه خبره دا ده چې موږ د نه ویلو چل زده کړو او اړ نه شو چې هر ځای په اخوا دېخوا لارو خپلې خبرې ته راشو او یا دروغ ووايو.

داسې خلک شئ چې درک مو اسانه وي!

وحید زهیر



خبرې درک لیکنه
t