شاه روخ: ”د را روان فلم لپاره پر یو ښه سکریپ کار کوم‟

شاه روخ: ”د را روان فلم لپاره پر یو ښه سکریپ کار کوم‟

د بالیووډ نوموتي سېنمايي ستوری شاه روخ خان په خپل یوه تازه مرکه کي منلي ده، چي د خپل را روان فلم لپاره یو ښه سکریپ لټوي. د (Zero) فلم له ناکامیدو وروسته داسي راپورونه ورکړل سوي وه، چي شاید هغه نور د فلمونو څخه لیري او یا په کي کم کار وکړي. خو هغه په یوه تازه مرکه ویلي دي، چي د درو فلمونو سکریپونه ګوري او ژر به د خپل را روان فلم په اړه معلومات خپاره کړي.

په هندي سېنما کي ځيني د نظر خاوندان وايي، چي شاید هغه په (Doom4) فلم کي کار وکړي او ځيني بیا په دي آند دي چي نوموړی شاید (Hindi remake of Quentin او یا Tarantino’s Kill Bill,) فلمونو کي ولوبیږي.

آما نوموړی بیا ویلي دي، چي هغه د یو شمیر کمپنیانو له مشرانو سره خبري کړي دی لکه سنجی ګوپتا، ګورب بانرجی، اودی شنګر سره چي زه به هلته درځم او د خپل نوي فلم په اړه ټولو ته ووایم .

شاه روخ زیاته کړې ده: (( زه فکر کوم، دا به یو څه وخت ونیسي، زه د دریو فلمونو پر سکریپونو کار کوم، انشا الله چي اماده سوه زه هم اماده یم. او ژر به خپل را روان فلم اعلان کړم. ))

شاه روخ د خپل را روان فلم لپاره پر یو ښه انتخاب فکر کوي

پاته دي نه وي، چي د هغه مخکني فلمونه ښه وه ځلیده او د ناکامې سره مخامخ سوه، هغه وخت هندي رسنیو راپور ورکړي و چي شاه روخ په فلم کي د کار کولو او یا نه کولو په هکله زړه نا زړه دي او د کوم بل فلم لپاره زړه نه ښه کوي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t