لغمان – ښوونکي نړیواله ورځ: والدینو شورا دې چارې ګړندۍ کړي

لغمان – ښوونکي نړیواله ورځ: والدینو شورا دې چارې ګړندۍ کړي

د لغمان ولایت مرستیال والي وایي، د ښوونځیو د پرمختګ او ښوونیزو چارو د ښه والي په موخه دې د زده کوونکو د والدینو شورا چارې لا ګړندۍ شي.

ددې ولایت د رسنیو دفتر وايي، دغه څرګندونې نوموړي نن په مهترلام ښار کې د روښان لیسې په انګړ کې د ښوونکي د ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د ښوونکي په ارزښت خبرې او په دې ولایت کې د ښوونکو یو لړ ستونزې د حل په موخه له ولایتي مشرانو سره شریکې کړې.

هغه وویل:

«دوی په بشپړه اسلامي او ملي روحیې سره د هېواد راتلونکی نسل په خورا ښه شکل روزي.»

په دې غونډه کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت د پوهنې د وزیر میرویس بلخي د مبارکۍ پيغام هم ولوستل شو.

«د پوهنې وزیر په رالیږل شوي پیغام کې ددغې ورځې مبارکي او له ولایتي مسوولینو څخه ځانګړې مننه شوې وه، چې په لغمان کې د پوهنې وضعیت ښه والي ته ځانګړې پاملرنه لري.»

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت مرستیال والي شهزاده مظلوم یار په خپلو څرګندونو کې د ښوونکي ورځې مبارکي ددې ولایت ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته وویله.

هغه وویل:

«د نړۍ هر پرمختګ چې نن سبا لیدل کیږي ددې ټول ویاړ ښوونکي ته رسیږي، چې په ټولنه کې باید ددغه قشر ستونزو حل او لاسنیوي ته لومړیتوب ورکړل شي/ شوی هم دی.»

مرستیال والي دغه راز د پوهنې ریاست له مسوولینو او ښوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د یوه ملي بنسټ په توګه د ښوونځیو ساتنه او پالنه وکړي.

نوموړي د مرکز او ولسوالیو په کچه د ښوونځیو د ساتنې لپاره ولسي ونډه مهمه وبلله او په دغه برخه کې یې له ولس څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي؛ هغه د پوهنې ریاست، ښوونکو او ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د کتاب راټولونې په برخه کې د یوه اشر په توګه چارې پیل کړي.

ده دغه راز له ښوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د پرمختګ او ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه دې د هر ښوونځي مسوول د والدینو شورا چارې لا ګړندۍ او فعالې کړي او دوی دې وهڅوي چې اوږه په اوږه له معارف سره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

«درانه ښوونکي باید دغې دندې ته یواځې د دندې په سترګه نه بلکې د یوه دروند مسوولیت په سترګه او ګوري او د ځانګړې وطنۍ مینې او احساس له مخې دې په اسلامي او ملي روحیه د زده کوونکو په روزنه کې فعاله ونډه واخلي.»

په دغې جوړې شوې ناسته کې د ولایتي شورا منشي حاجي ظاهر حسین خیل او د ښوونکو په استازولۍ مولوي رحیم الله هم د ښوونکي په ارزښت او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

په همدې حال کې د ښوونکو یو شمېر ستونزو حل په برخه کې مرستیال والي مخامخ د ځینو مسایلو دحل په اړه ډاډ څرګند کړ.

بل لورته اجرایه ریاست، پوهنې وزارت، ولایت مقام او د پوهنې ریاست له لوري یو شمېر مدیرانو او ښوونکو ته تقدیر نامې/ ستاینلیکونه او نورې چمتو شوې ډالې د ولایت مرستیال سربېره د مالي او ادارې رئیس مبارک شاه ابراهیمي او یو شمېر نورو په لاسونو ورکړل شوې.



افغانستان راپورونه ښوونکي ورځ
t