بټي کوټ کې د ۲۱ ښوونځیو له چارو څارنه وشوه

بټي کوټ کې د ۲۱ ښوونځیو له چارو څارنه وشوه

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري د يو شمېر مسئولینو په ملتیا بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ۲۱ ښوونځيو د جوړولو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.

د ننګرهار د مطبوعاتو مرکز وايي، نوموړي د دې ليدنې پرمهال د ښوونځيو جوړولو چارې ښې و ارزولې او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پاتې چارې هم د انجينرۍ او قرارداد اُصولو له مخې تر سره کړي.

هغه همدا راز په يو شمېر ښوونځيو کې تدريسي بهير هم له نږدې وکته او د ستونزو په حل کې يې د اجراتو ډاډ څرګند کړ.

سرچینه وايي، پوهنې رئيس د بټي کوټ ولسوالۍ په دارالمعلمين کې د شپيتو نجونو د جذب، د ۳۵ قراردادي ښځينه ښوونکو ګمارنې، مسلکي کورسونو جوړيدو او د پوهنې په برخه کې د يو شمېر نورو فعاليتونو څخه په نږدې راتلونکې کې د اجراتو څخه ډاډ ورکړ.



افغانستان بټي کوټ خبرونه ښوونځي
t