غريبانه خواست دی! – مفتي عبدالولي

غريبانه خواست دی! – مفتي عبدالولي

روسان د افغان غميزې اصلي عاملين دي، افغانستان د دوی له لاسه تباه شوی دی، د چيچنيا او داغستان مسلمانان هم روس ځپلي دي، د شام، يعنې سوريې مسلمانان د روسیې په بمبارۍ کې لا اوس هم وژل کېږي.
خو له هغو سره راشه درشه شته، خبرې اترې، ناسته ولاړه ورسره کېږي.

چين د سینکیانګ له مسلمانانو سره له حده زيات ظلم کوي، پر واضحو اسلامي نومونو، لکه محمد، قرآن، جهاد او داسې نورو باندې پابندي ده، روژه نیول په کې منع دي، په زرګونو مسلمانان ښځې، سړي او ماشومان په خاصو جېلونو کې بند پراته دي.
له هغو سره هم تګ راتګ ډېر دی، ناسته ولاړه او خوشګوار تعلقات ورسره شته.

ايران له خپلو سني مسلمانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي، لويو منصبونو ته يې نه پرېږدي، په ټول تهران کې د سنيانو لپاره جومات نشته، له ټولې عربي نړۍ سره يې ښکر اړم کړی دی او زموږ په هېواد کې هم د بدبينۍ او کرکې تخم کري.
له دوی سره هم کېناستل پاڅېدل، مذاکرات او خبرې اترې ترسره کېږي.

د بل ګاونډي کارنامې چې امريکا ته د هډو په ورکولو، د سفير په بې عزته کولو او په زرهاوو نورو طريقو سره يې ترسره کړې دي هغه خو ډېرې څرګندې دي، هلته هم روغبړونه او مسکاوې سره تبادله کېږي.
امريکا سره مو هم مذاکرات وشول او لا د نورو مذاکراتو خواهش هم شته!
نو څه به وشي که له خپل ورور سره هم ناسته پاسته وشي؟! له خپل هډوکي وينې سره مذاکرات وشي!؟
څه خرابي به پېښه شي؟!
له دغو ذکر شویو څخه خو دا خپل بد نه دي!

نو زموږ د دردمنو خواست دی چې له خپلو خلکو سره، له دغه دولت سره کېنئ چې خبره فيصله شي، نور خلک خپل مفاد او مقاصد لټوي. او د‌ هغوی مفاد ستا په خاوره او هېواد کې په جنګ کې دي!



افغانستان خواست سوله مفتي
t