غزل

غزل

غلی ژاړي کوم مئین دې در ته ناست دی
ته یې وګوره همدلته چـــر ته ناست دی

غواړي ما او تا عمري سره جدا که
رقیب څه کا نور خو دغه شر ته ناست دی

د نفرت کـر والا ډېر دي شمار یې نشته
صرف یو سړی د مینې کـــر ته ناست دی

دومره خوند یې دی شپېلۍ کې چې خلک څه کړې
شپونکی خپله حیران خپل هنر ته ناست دی

د دیدن تمـه لري لـه خدایـه زړه کـې
دا سړی چې د یار قبر سر ته ناست دی

هههه لرې شه عادله دا خو ته یې
ما وییل که کوم سپین ږيری لمر ته ناست دی

شاهد عادل



عادل غزل ناست دی
t