د دوحې مذاکراتو سپیناوی دې وشي

د دوحې مذاکراتو سپیناوی دې وشي

لیکنه: جاوید حیدري

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لس میاشتې مبهم مذاکرات وشول. د مذاکراتو په پای کې د هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې یوازې د هوکړې متن افغان حکومت ته ښکاره شو او د اصلاحاتو حق خو بیخي ور نه کړل شو.

دا څنګه مذاکرات وو؟ د افغان حکومت تر اعتراض وروسته ولې بېرته د هماغو مذاکراتو پر دوام ټینګار کېږي؟ د پاکستان له لوري د طالب په استازولۍ د دوحې د خبرو په پیا پیل ټینګار د څه لپاره؟ هڅه کوم په دې لیدنه کې دې پوښتنو ته له خپل دیده ځواب ورکړم.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې لس میاشتني مذاکراتو د ناکامۍ تر دې بل غټ ثبوت څه کېدای شي، چې په یوه ټویټ هر څه پای ته ورسېدل؟ افغان حکومت ددې مذاکراتو پر مبهم والي شک لري او په هوکړه لیک کې ځینې داسې موارد شته، چې په افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیلېدا شک پرې کېږي او د افغان ولس په استازولۍ یې وضاحت او سپیناوی غوښتل د افغان حکومت حق دی. د بېلګې په توګه، د سولې تر دې هوکړه لیک وروسته په یوه کتار کې د داعش پر وړاندې د طالب او امریکا جګړه د څه لپاره؟ ولې د سولې دغه هوکړه لیک په بشپړ ډول جګړه پای ته نشي رسولی؟ د طالب د جګړې پای ولې د داعش د جګړې پیل وي؟ ولې افغانان د سولې په نوم هغې معاملې ته افراطي خوشبینه شي، چې جګړه پای ته نشي رسولی؟

که ددې پوښتنو ځواب واقعاً د جګړې او مبهمو مذاکراتو په اړه سپیناوی رامنځته کوي، نو بیا باید افغان حکومت ته حق ورکړل شي، چې د دوحې د مذاکراتو وضاحت وغواړي.

د دوحې مذکراتو تر سپیناوي وروسته دا د افغانانو حق دی، چې بیا په کومو واقعي او امکان پذیره شرایطو مذاکرات له سره پیلوي. که د دوې مذاکرات مبهم دي او د یوې بلې جګړې بوی ترې ځي، نو بیا ولې بېرته په هماغه پخواني ډول دوام ومومي؟ بیا خو به ښه وي چې هغه بهیر پای ته ورسول شي او پر ځای یې له سره څرګند او واضح مذاکرات پیل شي.

امریکا چې تېر مذاکرات ناکام وبلل، نن بېرته څه شوي، چې دغه مذاکرات بریالي وبلل شي او بېرته له سره پیل شي. شرایط هماغه، مذاکره کوونکي هماغه او نتیجه هماغه!

همداراز په افغانستان کې خلکو ته هغه فورمول خورا څرګند او واضح دی، چې کوم څه پاکستان د افغانستان لپاره غواړي، هغه ښه کېدای شي؟ په څه کې چې د پاکستان ګټه ده، د افغانستان په کې ګټه کېدای شي؟ په هیڅ صورت!

د دوحې د مبهمو مذاکراتو په بیا پیل د پاکستاني استخباراتو فشار دقیق د همدې معاملې په نتیجه کې دی. اسلام آباد ته د طالب پلاوي سفر هم د همدې لپاره و او د پاکستان ټینګار هم د همدې لپاره دی، خو افغانان باید هوښیار واوسي. د دوحې په مذاکراتو کې ان طالبانو زلمي خلیلزاد ته د ځينو سیمو د اقتصادي سرچینو د ورکړې ژمنه کړې وه او په مقابل کې یې په امریکا کې طالبانو ته لابي کول هغه موارد دي، چې د افغانستان د سالمې راتلونکې زېری نه ورکوي.

عام منطق همدا دی، که چېرې د دوحې مذاکرات بریالي وو، نو ولې قطع شول او که بریالي نه وو، نو بیا یې بېرته ولې د پروسې پر پیل ټینګار کېږي؟

کله چې د امریکا + طالبانو او پاکستان لس میاشتنۍ معامله او دسیسه افغان زعامت په خورا دقت او تدبر خنثی کړه، نو د وروستي چانس په توګه یو وار بیا ګډو اړخونو هڅې پیل کړي، چې د دوحې مبهمه پروسه بېرته پیل کړي او دا ځل یې مخامخ او په ښکاره پاکستان ټول امتیازات ترلاسه کړي.

د ټولو پوښتنو ځواب واضح او څرګند دی. د دوحې پروسه ناکامه، نیمګړې، دسیسه او معامله وه او که یو وار بیا د سولې مذاکرات پیلېږي، ښه به وي چې د پخوانیو ناکامو تجربو د تکرار مخه ونیول شي. د راتلونکو مذاکراتو د بریالي کولو لپاره له پخوانیو ناکامیو درس اخیستل اړین دي. دا وار باید اوربند په سر کې وي!




t