ننګرهار: د ميليونونه افغانيو په ارزښت يوه رغنيزه پروژه پلي کېږي

ننګرهار: د ميليونونه افغانيو په ارزښت يوه رغنيزه پروژه پلي کېږي

د نږدې يولس ميليونه افغانيو په لګښت د يو سربند او استنادي ديوال جوړېدو هوکړه ليک لاسليک شو.

ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري او د هسکې مېنې ولسوالۍ ثنا خيلو پرمختيايي شورا ترمنځ د څه باندې لس ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت د يو سربند او استنادي ديوال جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې به په یاده ولسوالۍ کې ۴۳۶ مترو په اوږدوالی سربند او استنادي دیوال جوړ شي، چې شپږ سوه جريبه ځمکه به خړوبه او سلګونه جريبه ځمکه به د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د يو بل خبر له مخې د بهسودو ولسوالۍ اميد اباد په ښوونځي کې د يونيسف ادارې د څه باندې يو ميليون او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يوې څاه، يولس تشنابونو او لاس مينځلو ځای جوړيدو چارې پيل شوې.




t