هوايي دهلیزونو له لاري۵۱۲ ټنه افغاني محصولات بهر ته لېږدول سوي دي

هوايي دهلیزونو له لاري۵۱۲ ټنه افغاني محصولات بهر ته لېږدول سوي دي

د افغانستان دصنایع او سوداګري وزارت مسؤلين وايي د هوايي دهليزونو د لاري يې چین ،سعودي،هند،ترکيې،بحرین،کویټ،انګلستان،اروپا او محتده عربي اماراتو په ګډون یو شمېر نورو هيوادونو ته په زياته کچه محصولات لیږلي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د هوایي دهلیزونو له لارې یې د روان میلادي کال سپټمبر په میاشت کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت افغاني محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د دې وزارت ویاند اجمل احمدي په خپله ټوېټر لیکلي، چې ۵۱۲ ټنه افغاني محصولات یې په ۸۳ بېلا بېلو پروازونو کې د چین، سعودي، هند، ترکیې، بحرین، کوېټ انګلستان، اروپا او متحده عربي اماراتو په ګډون ۱۵ مارکېټونو ته لیږدولي دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت  زیاتوي، چې بهرنیو مارکیټونو ته په صادر شویو افغاني محصولاتو کې تازه او وچه مېوه، لاسې صنایع او طبي بوټي شامل دي.




t