د هرتیک او ټایګر (جنګ) فلم؛ په لومړی ورځ ډير ریکارډونه خپل کړه

د هرتیک او ټایګر (جنګ) فلم؛ په لومړی ورځ ډير ریکارډونه خپل کړه

د بالیووډ د نوموتو سېنمايي ستورو هرتیک روشن او ټایګر شرف (War ) یعني جنګ فلم د رخصتۍ په ورځ نندارې ته وړاندي سو، چي د یو شمیر هغو هندي فلمونو ریکارډونه يي مات کړل، چي په همدي ورځو کي نندارې ته وړاندې سوي وه اوديرې پیسې يي ګټلي وې.

د جنګ په نوم د هرتیک او ټایګر دغه فلم چې د رخصتۍ په ورځ او د اکتوبر په دوهمه نېټه نندارې ته وړاندې سو، له ډیرو فلمونو وړاندې سو او ځیني مشهور فلمونه یې شاته پريښودل. یاد فلم په بکس افیس کي ځیني ریکارډونه مات کړل او په لومړي ورځ یې ۵۳،۳۵ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې.

د امیتابچن،عامر خان او کترینا کېف جنګ فلم، د شاه روخ خان دېوالي فلم او امیتابچن،عامر خان او کترینا کېف د تګس اف هندوستان فلمونه يي شاته پریښودل او په لومړۍ ورځ یې له هغوی زیاتې پیسې تر لاسه کړې. یاد فلمونه تیر ۲۰۱۸م کال کي د رخصتیو د ورځو پر مهال نندارې ته وړاندې سوي وه، چي په لومړۍ ورځ یې ۵۲،۲۵ کروړه هندۍ کلدارې پرې ګټلي وې.

آما د هرتیک او ټایګر یاد فلم ونه سو کولای مشهور تامیل فلم بها وبلي او اېند ګیم فلمونو ته ماتي ورکړی او د هغوي راوروسته دریم تر ټولو د زیاتي ګټي کوونکی فلم وبلل سو. یاد فلم یو شمیر نور ریکارډونه هم مات کړل. اول یاد فلم د هند سېنما په تاریخ کي تر ټولو کامیاب او پرانیستونکی فلم وشمیرل سو. دوهم دا فلم د هرتیک روشن لپاره تر ټولو کامیاب او خپور شوی فلم وشمیرل سو.

دریم دا فلم د ټایګر شرف لپاره هم تر ټولو کامیاب فلم وشمیرل سو، چي لدې وړاندې د هغه کامیاب فلم (باغي) و،چې احمدخان سره یې یو ځای ډک کړئ و او د نمایش په لومړۍ ورځ یې ۲۵ کروړه پیسې ګټلي وې. څلورم د فلم ډایریکټر سېدهرت اناند لپاره دا تر ټولو کامیاب جوړ سوی فلم وګڼل سو. ځکه له دی وړاندي د نوموړی فلمونه په دومره اندازه پیسي نه وي ګټلي. پنځم د رخصتۍ په ورځ تر ټولو کامیاب خپور شوی فلم وشمیرل سو، ځکه له دې وړاندې د رخصتۍ په ورځ نندارې ته کامیاب وړاندې سوی فلم د امیتابچن او عامرخان د تګس اف هندوستان فلم و. شپږم د YRF لپاره تر ټولو کامیاب فلم و.

د هرتیک او ټایګر جنګ فلم مکمل یو جنګی فلم دی

هرتیک روشن په خپل ټویټ کي خپلو مینوالو ته لیکلي: (( سلام مینه والو!، زه له تاسو څخه یوه غوښتنه لرم. چي جنګ فلم په وینې، خولو، مینې او په ډیر خوارۍ سره ډک سوی دی. په مهربانۍ سره کله چي په سېنما کي دغه فلم ننداره کوئ، له فضولي شیانو ډډه وکړئ، تر څو چي څوک فلم ننداره کوي، څه تجربه ترلاسه کړي او خوند ترې واخلي. تاسو ټول زما سره پدې کي وفادار پاتي سئ.))

د یاد فلم کیسه داسي ده، چي هرتیک روشن لومړۍ افسر وي او وروسته بدمعاشۍ رول ته اوړي، اما ټایګر بیا پکی خپل عادي رول ته دوام ورکوي او د دې فلم ډیرې برخې جنګي صحنې لري، له همدې کبله جالب دی او بل دا چي یاد فلم په اوو هیوادونو کي فلمبرداری سوی دی. او فلم جوړونکی د یوي جنګي بیړۍ د تر لاسه کولو لپاره شپږ میاشتي د فلم کارونه ځنډولي وه.

پاته دي نه وي، چي د هرتیک روشن اوټایګر شرف (جنګ) فلم په مختلیفو هیوادونو کي پر څلور زره سکرینونو باندې نندارې ته وړاندې سو او د ډیرو مینه والو لخوا یې ستاینه سوه.



بالیووډ فلمي نړۍ
t