د امنيتي ارګانونو او عدليې ادارو منسوبينو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو اسناد ووېشل شول

د امنيتي ارګانونو او عدليې ادارو منسوبينو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو اسناد ووېشل شول

د امنیتي او دفاعي ارګانونو او د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو اسناد ووېشل شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي ارګانونو او د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته د یو زر اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د مراسمو په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمدجواد پیکار وویل، دغه یو زر اپارتمانونه په غزنوي او لاله ښارګوټو کې موقعیت لري چې له هغې ډلې ۲۰۰ اپارتمانونه د هوایي ځواک پیلوټانو، ۵۳۴ اپارتمانونه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت منسوبینو او ۲۴۲ نور اپارتمانونه د عدلي او قضایي مرکز منسوبینو ته ځانګړي شوي دي.

هغه زیاته کړه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جمهوررئیس په لارښوونه تر راتلونکو درې کلونو په پام کې لري ۲۰۰ زره کورونه چې ۱۰۰ زره د استوګنې نومرې او ۱۰۰ زره اپارتمانونه به په کې وي، جوړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو، راستنېدونکو، ښوونکو، دولتي کارکوونکو او نورو مستحقو اقشارو ته ووېشي.

په دغو مراسمو کې جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو زر مستحقو منسوبینو په استازولۍ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت او عدلي او قضایي مرکز لسو منسوبینو ته د استوګنې د اپارتمانونو اسناد ووېشل.

جمهوررئیس د یادو اسنادو د وېشلو پر مهال وویل: ویاړم چې افغان ملت په تېرو پنځو کلونو کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ باور لرلی او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ستاسو غم تل زما غم دی، بدبختانه چې له وطن او جمهوري نظام څخه د دفاع په لار کې مو یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه، نن هغه امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د خپل هیواد دفاع کوي تقدیروم او د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پیلوټانو په رول ویاړو.

جمهوررئیس زیاته کړه: هر ځل چې چېرته کومه پېښه کېږي، عکس العمل دا دی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ملامتوي، خو زه پوهېږم چې دې اتلانو د خپل ځان په بیه له سلګونو تر زرګونو پېښو مخنیوی کړی دی.

جمهوررئیس وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مطلق ډول د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن دي او په هغو ځایونو کې چې ملکي تلفات پېښېږي او موږ مسوول واوسو، زما ژمنه دا ده چې هغه د قانون په رڼا کې تعقیبوو.

جمهوررئیس د ښارجوړولو او ځمکو وزارت خدمتونو ته په اشارې وویل، د دې وزارت نیم پخواني مسوولین نن په زندان کې دي، دا ځکه چې هغوی غلا کوله او په هر وزارت کې چې فساد او کمزوري موجوده وي، جدي چلند ورسره کوو.

جمهوررئیس غني وویل: کله چې زه جمهوررئیس شوم ویل به یې؛ په کابل کې دولتي ځمکه نشته، اوس د ځمکو په بانک کې له څلور میلیون جریبو زیاته ځمکه تثبیت شوې او دغه ټوله ځمکه ستاسو په خدمت کې ده.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ملکي شهیدانو پور نشي ادا کېدای، خو د باور فضا په رامنځته کولو او د هغوی وارثینو ته د شرعي او اساسي جایدادونو په ورکولو سره کولای شو د شهیدانو کورنیو ته د هغوی د نشتوالي درد راکم او د هغوی حق ادا کړو.




t