د شولو د توليد کوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ ناسته وشوه

د شولو د توليد کوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ ناسته وشوه

د شولو د تولیدونکو او پروسس کوونکو تر منځ ګډه غونډه

دکرنې وزارت د دویم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) له لورې د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د شولو د تولیدوونکو او پروسس کوونکو تر منځ ګډه غونډه تر سره شوه. د یادې غونډې موخه د پروسس د کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دی تر څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازار موندنه ووشي او له بلې خوا پروسس کوونکو ته خام توکي برابر شي.

د دې غونډې په ترڅ کې تولیدوونکو ته د پروسس کوونکو د اړتیاوو، شرایطو او نورو اړوندو مسایلو په اړه د پروسس د کمپنۍ له خوا معلومات ورکړل شول او همدا راز د تولیدوونکو پوښتنې او نظرونو له پروسس کوونکو سره شریک شول.

د دې ګډې غونډې په ترڅ کې به د دواړو لورو د پوره همغږۍ نه وروسته قرارداد کیږي چې له لارې به یې تولیدوونکي خپل محصول په مناسب وخت او نرخ بې له کومې اندیښنې د قرارداد له مخې په کمپنیو پلوري.




t