کندهار صنعتکاران: د برېښنا نشتون مو کارونه ټکني کړي

کندهار صنعتکاران: د برېښنا نشتون مو کارونه ټکني کړي

د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب په ولایت مقام کي د صنعت‌کارانو اتحادیې یو شمېر غړو سره ولیدل او د هغوی ستونزي یې له نژدې واورېدې.

په پیل کي د صنعت‌کارانو اتحادیې رئيس فیض‌الحق مشکیاڼي د صنعت‌کارانو د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او په وینا یې ځینو ستونزو د دوی د تولیداتو پر کیفیت او کمیت منفي اغېزه کړې ده.

د ښاغلي مشکیاڼي په وینا؛ صنعت‌کارانو ته د ملکیت سندونه نه ورکول، د برق ستونزه، ناپاک چاپیریال، امنیتي ستونزې او د تولیداتو لپاره د مناسب بازار نشتون د دوی د کارونو د خنډ او ځنډ لامل سوي دي.

نوموړی غوښتنه وکړه، چي د یادو ستونزو لپاره دي اړوندي ادارې دوی ته زمینه سازي وکړي، څو د تولیداتو کیفیت او کمیت عادي یا لوړ حالت ته وګرځي.

نوموړي دغه راز وویل؛ ولایتي اداره دي په خپلو تدارکاتي چارو کي خپلو داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، څو د بازار موندني ترڅنګ د بهرنیو توکو پر ځای خپل تولیدات وکارول سي.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ د ولایتي دارې لپاره د صنعت او سوداګرۍ پراختیا لومړیتوب لري او د دوی ستونزي به د ولایت په کچه د حل تر څنګ تر مرکز پوری رسوي.

د ولایت مقام مرستیال د صنعتي پراختیا په موخه راغلو صنعت‌کارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چي د قانون او طرزالعمل مطابق به د پانګه‌والو لپاره اسانتیاوي برابري سي.

یاده دي وي، چي راغلو صنعت‌کارانو د خپلو تولیداتو ځیني نمونې د ولایت مقام مرستیال ته وښودلې او د داخلي تولیداتو د لوړ کیفیت یادونه یې وکړه.




t