یو شمیر نیوکه کوونکو ته د ننګرهار د والي شاه محمود میاخیل تعریف

یو شمیر نیوکه کوونکو ته د ننګرهار د والي شاه محمود میاخیل تعریف

زه د ځوانانو او هغه کسانو په نیوکو چې هدف یې اصلاح، د معلوماتو حاصلول یا تجربه نه لري او غواړي چې ځانونه په مسایلو پوه کړي، هیڅکله نه خفه کیږم. کوښښ کوم چې د ټولو سره نظریات شریک کړم او بحث ورسره وکړم او که فرصت وي، کامنتونو ته یې ځواب هم ووایم. اما د لاندې کسانو د نیوکو سره سخت حساست لرم:
۱٫ هغه کسان چې پخپله به په فساد کې غرق وي، بیا د فساد پرضد به چیغي وهي.
۲٫ د طالب او داعش جنایتونه به تایدوي او د حکومت اشتباه به غندي.
۳٫ ځانونو ته به پوه وایې او خبره به د بیسواده کوي.
۴٫ ځانونه به سیاستمدار بولې او خبرې به یې د احمقانو وي.
۵٫ پخپله به خاین او جاسوس وي اما بل ته به د خاین او جاسوس خطاب کوي.
۶٫ د وړوکې شخصي مقصد لپاره به ټول نظام چیلنج کوي.
۷٫ هیڅ طرحه او عمل به یې نه وي خو په نورو به نیوکې همیشه یوازې د نیوکو او شخصي هدف په خاطر کوي.
۸٫ پخپله به یې یو کار په ژوند کې سم نه وې کړې، خو د بل نه به معجزه غواړي.
۹٫ قانون ماتونکې به وي، او چیغې به د قانون د تطبیق کوي.
۱۰٫ چې د قدرت په وخت کې به په هر ډول فساد کې دخیل وي، خو د قدرت نه وروسته به ځانونه ملایکه بولې او نور به ورته فاسد ښکاري.
۱۱٫ د وطن او کورنۍ حالت او اقتصاد به نه درکوي خو ژوند به د هندي فلمونو د هیروګانو غواړي.

د پورته کټګوریو شمیر په یو ولایت کې د ګوتو په شمیر د یو څو پاکستاني درجنونو نه، نه زیاتیږي، خو همیشه به دعوه د ټول ولس د استازیتوب کوي.
زما مبارزه د همدغه کټګوریو پرضد ده. څومره چې د پورته کتګوریو معلوم الحاله کسان زیاتې چیغې ووهي او منفي تبلیغ وکړي، هماغومره زه روحا ارامه کیږم چې ګوندې کارونو د دوی په خبره یو څه رنګ راوړې دی.

طالبانو ته نوټ: د پاکستاني درجن شمیرشپږ دی او په نوره دنیا کې د درجن شمیر دولس دی. په دې اساس، پاکستان د درجن په شمیر کې هم تقلب کوي. که هر څومره ورته عذر او زارې وکړې، درنه شپږ جوړوي او ستاسي درجن به هیڅکله دولس نشي. راشي د حکومت سره وغږیږي چې درنه دولس جوړ شي.



لیکنه میاخیل ننګرهار نیوکه کوونکي
t