ننګرهار کې د زيتون ټولولو لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې د زيتون ټولولو لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې اچارو جوړولو لپاره د زیتونو ټولول پیل شول.

ننګرهار وادې کرنيز شرکت د څلورم فارم مسئولينو له لوري د زيتونو اچارو جوړولو په موخه له ونو څخه د زيتونو د غوره دانو ټولول پيل شول.

د څلورم فارم امر باچا شينواری وایي، چې سږکال به د زيتونو حاصلات د تېر کال په پرتله زيات وي.

نوموړی وايي، چې د زيتونو اچارو جوړولو په موخه يې د خپلو کار کوونکو پرمټ په مسلکي توګه د زيتونو دانو راټولول پيل کړي، ترڅو د زيتونو په فابريکه کې ترې اچار جوړ کړي.

د ياد شرکت مسئولين وايي، چې د زيتونو اچار د هېواد لويو ښارونو سربېره بهر ته هم لېږل کيږي، چې هلته ښه بازار لري.




t