ننګرهار: د جوارو د کښت په اړه د کروندې ورځ جوړه شوه

ننګرهار: د جوارو د کښت په اړه د کروندې ورځ جوړه شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د دويم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2) له لوري د بهسودو ولسوالۍ د کروندګرو د زده کړو او معلوماتو په مرکز (FLRC) کې په پرمختللو لارو چارو د جوارو د کرنې په اړه د کروندې ورځ دایره شوه.

ددې ولایت د کرنۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مراسمو کې د ننګرهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت، د (SNaPP2) پروژې مسولینو، د بهسودو او سره رود والسوالیو کروندګرو او ترویج کارکوونکو برخه اخیستې وه .

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د کروندګرو روزل او له دې لارې ښه حاصل ترلاسه کول یې لومړیتوبونه دي.

نوموړي زیاته کړه:

«هر څوک حق لري چې په مستقیمه توګه له کرنې ریاست سره کیښني او هر ډول غوښتنې، وړاندېزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي.»

د کروندې د ورځې په دې پروګرام کې شاوخوا ۸۰ تنو کروندګرو د جوارو د کښت د پرمختللو لارو چارو د عملي زده کړې په موخه ګډون کړی و.

د يادو نمايشي قطعو جوړولو موخه کروندګرو ته د قطار په شکل د جوارو د کرنې ګټې ورښودل، د تخم سپما او د اصلاح شویو تخمونو د لوړ حاصل د توان او نورو اړوندو موضوعاتو ورپیژندل دي.

د يادونۍ وړ ده چې د یاد پروګرام له لوري د ننګرهار په لسو بیلابیلو ولسوالیو کې د جوارو ۲۶۰ نمایشي قطعې په ورته ډول کرل شوي دي چې له یو جریب ځمکې څخه د ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ منو پورې حاصلات لاس راغلي دي.



خبرونه ننګرهار کرندوې ورځ
t