افغانستان کې فرسټ کلاس څلور ورځینۍ سیالۍ؛ نن دوه لوبې مساوي پای ته ورسیدې

افغانستان کې فرسټ کلاس څلور ورځینۍ سیالۍ؛ نن دوه لوبې مساوي پای ته ورسیدې

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو سياليو په لړ کې مس عینک او بند امیر په ایوبي کرکټ لوبغالي کې او سپين غر او کابل په کونړ کرکټ لوبغالي کې لوبې لرلې چې دواړه بې پایلې تمامې شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ مس عینک د لومړي وار په کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې چې شاهدالله کمال تر نورو زیاتې ۷۱ منډې جوړې کړې او د بند امیر په توپ اچوونکو کې نجات مسعود، وقار سلامخېل او نصرت الله هر يوه درې ـ درې ويکټې واخیستې.

بند امیر په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۴۶ منډې ترلاسه کړې. ضياالحق او نثار وحدت په ترتیب سره ۸۱ او ۶۳ منډې وکړې. ضياءالرحمن اکبر بیا د بند امیر ۶ لوبغاړي وسوځول.

د سرچینې په وینا؛ مس عینک دویمه پاڼۍ ښه پيل کړه چې د لوبډلمشر احسان الله جنت د ۱۵۹ او احسان منګل ۱۰۷ منډو پر مټ یې ۳۶۱ منډې وکړې او د ۲۹۴ منډو هدف یې کېښود. بند امیر د هدف په تعقیب د ۹ ويکټو په غورځېدو سره ۲۶۳ منډې جوړې کړې او لوبه بې پایلې پای ته ورسېده. نثار وحدت د ۸۹ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره بند امیر له ماتې وژغوره او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ظاهر خان پکتین بیا په دې پاڼۍ کې ۶ لوبغاړي وسوځول. د دې لوبې ۱۳ نمرې بند امیر او ۷ نمرې مس عینک لوبډلې وګټلې.

سپين غر لوبډلې د لومړي وار په کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ۸۶ او طارق ستانکزي ۵۵ زیاتې منډې جوړې کړې. د کابل په توپ اچوونکو کې شفیق الله غفاري او نوین الحق درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

سرچینه کاږي؛ کابل د خپلې لومړۍ پاڼۍ په لوبولو سره ۳۰۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل چې لوبډلمشر فرهان ذاخیل ۷۶ او رحمان الله ګربز ۴۹ زیاتې منډې جوړې کړې. د سپين غر له لوري طاهر عادل ۴ او طارق ستانکزي او ارشد خان درې ـ درې ویکټې ترلاسه کړې.

د کابل د لومړۍ پاڼۍ په پای ته رسيدو سره په لوبغالي کې ورښت پيل شو چې یوازې په څلورمه ورځ لوبه پيل شوه او سپين غر د څلورمې ورځې تر پایه په خپله دویمه پاڼۍ کې د ۴ ويکټو په غورځیدو سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې او په دې سره دغه لوبه هم بې پایلې تمامه شوه.

نجیب الله تره کي یو وار بیا سلیزه جوړه کړه چې ۱۴۰ منډې یې وکړې او وحیدالله شفق هم د فرسټ کلاس سيالیو لومړنۍ سلیزه ثبت کړه او په ۱۱۰ منډو وسوځېد.

نجیب الله تره کی د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. کابل د لوبې ۱۳ نمرې او سپین غر ۷ نمرې واخیستې.




تبصره وکړئ

avatar
t