د نوښتګر خيال څلورم پروګرام ترسره شو

د نوښتګر خيال څلورم پروګرام ترسره شو

د نوښتګر خیال څلورم ادبي او فرهنګي پروګرام ترسره سو!

د نوښتګر خیال ادبي او فرهنګي مجلس پیل مو د نوي چاپي اثارو په معرفت او پېژندګلوۍ سره وکړ! په یاد معرفت کي د غونډي برخوالو ته د هغو کتابونو اړوند بشپړ معلومات ورکړل سوه، کوم چي، د تېري اونۍ په جریان کي تازه له چاپه راوتلي وه.

د یاد ادبي پروګرام په دوهمه برخه کي ځوانو لیکوالانو او شاعرانو په خپلو خوږو شعرونو سره د غونډي روان بهیر ته لا ډېر رنګ او ښکلا ور وبخښل او ورپسې ددې اونۍ نوښتګر، تاند او هڅاند ځوان عبدالجامع جامع ته، په خپله کاري برخه( د پوهني ریاست اجرایه مدیر ) په صفت د ښه فعالیتونو د ترسره کولو په موخه ترتیب سوی ستاینلیک، د افغانستان ملي بیرغ او د ځانګړي کتاب ډالۍ ورکړل سوه.

د پروګرام وروستۍ برخه کي ښاغلي نوراحمد ناصري، د پښتو ژبي د پنځو یاګانو او لیک دود اړوند خورا مهیم لیکچر د مجلس برخوالو ته وړاندي کړ.

د مجلس خاتمه د پروګرام ټاکل سوي مشر شاعر او لیکوال ګلالي ګلدم د غونډي په ارزیابۍ کولو سره وکړل.




t