د کندهار بڼوال: پر محصولاتو مو تعرفه لوړه شوې

د کندهار بڼوال: پر محصولاتو مو تعرفه لوړه شوې

د یکشنبې په ورځ د شاوليکوټ، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسواليو یو شمیر مشرانو او بڼ والو پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال د لوړو محصولاتو ستونزي د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب سره سره د حل په موخه شریکي کړې.

راغلو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي پاکستان ته د انارو د صادرولو پر مهال له يو شمېر ستونزو سره مخ دي، چي په خبره يې مخکي به پر یوه موټر ۸۲۰۰۰ پاکستانۍ کالداري تعرفه راتله خو اوس ۲۴۲۰۰۰ پاکستانۍ کالدارو ته لوړه سوې، چي د تېر په پرتله درې برابره سوې ده.

راغلو مشرانو د يادي ستونزي د حل په موخه د ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پرمهال د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه د اقتصادي زيانونو زېږنده وبلل او راغلو مشرانو ته يې ډاډ ورکړ، چي ستونزه به يې په مرکزي کچه تر اړوندو ادارو رسوي، ترڅو د حل لاره ورته ومومي.




t