زمبابوې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

زمبابوې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د زمبابوې او سنګاپور لوبډلو ترمنځ دا لوبه د سنګاپور په کوربه‌توب وشوه. د دې سیالي ټاس سنګاپور لوبډلې وګاټه او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

د سنګاپور، نیپال او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د درې‌اړخیزو شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې زمبابوې له سنګاپور نه د تېرې ماتې بدل واخیست .

په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه سنګاپور لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړیو په زیان سره د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ، خو په مقابل کې د زمبابوې لوبډلې یاد هدف په اتلسم اور کې پوره کړ.

د سیالي غوره لوبغاړی پیټر مور وټاکل شو.

په دغو سیالیو کي سنګاپور توانېدلی و چي د زمبابوې لوبډلې ته په څلور منډو ماتې ورکړي.



سيمه او نړۍ ورزش
t