د هند هغه فلمونه چې تر ټولو ډېرې پيسې يې ګټلي

د هند هغه فلمونه چې تر ټولو ډېرې پيسې يې ګټلي

د هند ډېر فلمونه نوميالي دي او ډېرې پيسې يې ګټلي خو دلته داسې فلمونه درپېژنو چې تر نورو يې ډېرې پيسې ګټلې وي.

دنګل فلم چې په ۲۱۰۶ کې تر ټولو ګټور ثابت شو او په ۳۱۱ ميليونه ډالره ګټلي.

همداراز، «باهوبلي ۲: ده کنکلوژن» په داخلي او نړیواله کچه د ۲۷۸ ميلیونه ډالرو په ګټلو سره دویم او د «بجرنګي بهايي جان» په نوم د هندي سېنما بل وتلي ستوري سلمان‌ خان فلم د ۱۵۰مېلیونه ډالرو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ورپسې د «سېکریټ سوپر سټار» په نوم د وتلي ممثل عامر خان هغه فلم دی چې ۱۵۴ مېلیونه ډالر یې وګټل او په پنځم او شپږم مقام کې د «۲٫۰» او «PK» په نوم هغه فلمونه دي چې په تر تیب سره یې ۱۲۳ مېلیونه او ۱۲۰ مېلیونه ډالره ګټه وکړه.




t