افغانستان کې به سږ کال د ورښتونو لړۍ زر پيل شي

افغانستان کې به سږ کال د ورښتونو لړۍ زر پيل شي

د اوبو او بریښنا وزارت د اقلیمي بدلونونو له کبله د واورو او نوو ورښتونو د زر ورښت وړاندوینه کړې ده.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ورښتونه به زر په بدخشان، تخار، قندوز، بغلان، بامیان، پکتیا، میدان‌وردک، لغمان، کنر، نورستان، پروان او کابل ولایتونو کې پيل شي.

سرچینې له خلکو غوښتي، چې خپل احتمالي تدابیر ونیسي څو له ورښتونو څخه زیانمن نه شي.




t