مسلمیار:رحماني دې ځان اصلاح کړي

مسلمیار:رحماني دې ځان اصلاح کړي

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار د ولسي جرګې له ریس میر رحمان رحماني څخه غوښتي، چې ځان اصلاح کړي.

رحماني څو ورځې مخکې د نا بایومیتریک شویو رایو د دفاع په تړاو د مسلمیار خبرې مردودې ګڼلې وې.

مسلمیار نن وویل: زه منم چې مختلفو سیمو کې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ درغلي شوې او دا خیانت دی، خو د نابویومیتریک رایو مسولیت د کمیسون پرغاړه دی او زه د دې رایو د پاکو هغو دفاع ته اوس هم ولاړ یم.

د مشرانو جرګې ریس رحماني ته په خطاب کې وویل: ټول ملت ولیدې، چې په څه فساد د ولسي جرګې ریس شوې،باید ځان اصلاح کړې.

رحماني په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.




t