ایران په هرات کې فرهنګي خونه پرانیسته

ایران په هرات کې فرهنګي خونه پرانیسته

ایران نن په هرات کې رسماً خپله فرهنګي خونه پرانیسته.

د دې خونې یا مرکز د پرانیستې پر وخت په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وویل: په دغه مرکز کې به د فرهنګي فعالیتونو او مشترکاتو د پیاوړتیا لپاره کار وشي.

د هرات مرستیال والي محمد داود هاشمي د یاد مرکز په پرانیسته خوښي وښوده.

ایران تورن دی، چې په افغانستان کې فرهنګي یرغل مخته وړي، خو یو شمېر فرهنګیان بیا دواړه هېوادونه د ګډو فرهنګي مشترکاتو لرونکي ګڼي.




t