روغتیا وزارت: د زړه ناروغي زیاته شوې

روغتیا وزارت: د زړه ناروغي زیاته شوې

عامې روغتیا وزارت نن په هېواد کې د زړه ناروغیو د زیاتیدو خبر ورکړ.

د وزارت مرستیالې مموسې زیور د زړه ناروغیو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پر وخت وویل: د ساري ناروغیو له کبله د مړه کیدونکو افغانانو ۲۱ سلنه یې د زړه ناروغیو له کبله مري.

هغې ومنله، چې د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره لازم کارنه دی شوی، خو وایي نور به هڅه کیږي چې دې ستونزې ته سمه پاملرنه وشي.




t