عمران خان د مشرف استازی په ملګرو ملتونو کې خپل استازی کړ

عمران خان د مشرف استازی په ملګرو ملتونو کې خپل استازی کړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له ګډون څخه وروسته په یاد شوي سازمان کې د دغه هېواد لپاره نوی استازی ټاکلی.

رسنیو ویلي، چې عمران خان د مشرف د واکمنۍ د وخت استازی منیر اکرم یو ځل بیا په دغه سازمان کې د پاکستان استازی ټاکلی دی.

مخکې ملیحه لودي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې یا سفیره وه.

د دغه بدلون دلیل نه دی روښانه شوی.

د ویلو ده، چې دا بدلون ناڅاپي و.




t