من موهن سینګ د پاکستان سفر ته بلل کیږي

من موهن سینګ د پاکستان سفر ته بلل کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي چې د هند پخوانی صدراعظم من موهن سینګ به زر د پاکستان سفر ته وبلل شي.

قریشي ویلي، چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرانیستل کیدونکې (کرتارپور) اقتصادي پروژې مراسمو ته وبلل شي.

د ده په وینا دا پروژه د هندو مذهبو د لوی مذهبي رهبر بابا نانک د زوکړې د کلیزې په مناسبت په پاکستان کې له ترسره کیدونکو مراسمو سره هم مهاله نمانځل کیږي.

هند او خپله من موهن سینګ په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.




t