ترکیې د امریکا مرستیال سفیر احضار کړ

ترکیې د امریکا مرستیال سفیر احضار کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د امریکا مرستیال سفیر احضار کړی.

د دغې احضاریې دلیل دا ښودل شوی، چې ولې په امریکا کې د ترکیې سفارت رسمي ټویټر اکونټ د ترکیې د دولت خلاف یو ټویټ خوښ کړی دی.

دا ټویټ د ترکیې د حکومت د سیاسي مخالف فتح الله ګولن یوه پلوي کړی و او د ترکیې د نظام نسکوریدو هیله یې ښودلې وه.

امریکایي سفارت په دې اړه ویلي، چې دا ټویټ یې په تېروتنه کې خوښ کړی و.




t