حبیبیه هال، لاهور

حبیبیه هال، لاهور

“په دغه عکس کې د افغانستان امیر حبیب الله خان د لاهور د یو کالج استادانو سره ښکاري.

په لاهور کۍ د اسلامیه کالج په نوم دوه کالجونه دي. د یو نوم ګورنمنټ اسلامیه کالج په ۱۸۸۸ م کې د “دیانند آیورویدیک” پوهنځي نه انګریزانو د پنجاب لومړی کالج جوړ کړو. د دې د نوم سره “پولیس لاین” د دې لپاره لیکي چې په ۱۸۹۲ م کې په “ریلوې روډ” یو بل اسلامیه کالج لپاره د بهوپال نواب شاه جهان بیګم پانګه ورکړه. د هند نورو نوابانو او شته منو مسلمانانو هم د کالج لپاره پېسې ورکولې.
امیر حبیب الله خان په ۱۹۰۷ م کې د هند په سفر لاړو نو په دغه کالج کې د یو هال د جوړولو ژمنه وکړه. د دې د بنسټ ایښودو لپاره امیر کالج ته ورغلو. وروسته هغه د اورګاډي سټېشن ته چې روان شو نو د کالج ټول محصلین ورسره د جلوس په شکل بدرګه لاړل.

د کالج ” حبیبیه هال اوس هم شته او د دې نه فارغ شوي لومړی محصلین به د “حبیبیان” په لقب یادیدل. په ۱۹۳۹ م کی دغه کالج د جینکو لپاره یو بېله ودانې په کوپر روډ جوړه کړه. د امیر شا ته په ښی لاس د دی کالج لومړی پرنسپل سید محمد علی جعفری او ګس لاس ته نواب سر فتح علی خان قزلباش دی”.

✍️صفیه حلیم

منډیګک



افغانستان حبیب الله خان کلتور
t