د ملکي تلفاتو مسؤل څوک دي؟

د ملکي تلفاتو مسؤل څوک دي؟

موږ چې کله د خلکو، مسجد، مکتب او چوک په منځ کې د کوم تروریستي برید په نتیجه کې پر ملکي قتل عام اوښکې توی کړو نو یونیم په پنجابي روحیه ککړ راته ولیکي چې پر پلاني بمبار او چاپه ولې چوپ یاست؟
د دې پوښتنې یوه مانا خو دا ده چې کله پر ملکي هدفو بمبار کیږي نو دوی یې په غبرګون کې پر ملکي هدفو انتحار کوي، آیا دا منطقي ده؟
بله داچې موږ په هر نوم، د هر چا له خوا او هر چیرې جنګ مردود ګڼو او هر هغه څوک د بمبار او چاپې د تلفاتو مسؤل هم بولو چې پر جنګ ټینګار کوي؛ اوس به کوم لږ عاقل کس هم د دې حقیقت په پوهېدو کې ګډوډ شي چې څوک پر جنګ ټینګار کوي او څوک پر اوربند؟
دا خو په ساده منطق د پوهېدو وړ ده چې د جنګ په اور کې د ملکیانو د سوځېدو ګناه د هغه چا په غاړه ده چې دغه اور یې بل کړی دی او لایې د بلېدو او هر افغان کور ته د ور خپرېدو هڅه کوي.
څنګه کېدای شي چې د جنګ هغه غاړه د ملکي مرګ- ژوبلې مسؤله وبولو چې مسلسل د اوربند نارې وهي؟ نه یوازې شعار ور کوي بلکې تېر کال یې په کوشني اختر کې په درې ورځني اوربند سره، نه یوازې د عامو افغانانو بلکې جنګېدونکو طالبانو زړونه هم وګټل مګر د جنګ مشر شیطان له دغه اوربند څخه خوند اخیستونکي طالبان خوارکیان سخت ورټل.
طالبانو او امریکایانو په خپلو یو کلنو او نهه پړاویزو مذاکراتو کې پر څلورو ټکو ټینګار کاوه چې یو یې اوربند وو مګر درې یې سره ومنل شول او هغه اصلي ټکی چې د افغانانو په ګټه وو، د دواړو غاړو له خوا تر پښو لاندې شو چې هغه اوربند وو.
اوس تاسو ووایاست چې د دې جنګ، دې بمبار او دې انتحار واقعي مسؤل څوک دی؟
آیا که اوربند وي، بیا به هم ممکنه وي چې پر اطرافو دې د چاپې او بمبار محشر جوړ شي او د ښارو په ګڼه ګوڼه کې د انتحار و انفجار؟
یو د سولې غولوونکی شعار دی چې د خدای په شپو کې پنجاب هم هغه پورته کوي، زموږ داخلي جنګسالاران یې هم چیغې وهي، طالبان و امریکایان یې هم ادعاوې کوي خو بله خوا عملاً د جنګ د ختم واضح اراده ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اوربند په کولو ثابته کړې او بیا ثبوت ته یې هم اماده دی.
همدا اوس افغان حکومت د سولې خبرو د پیل لپاره د اوربند شرط رامخ ته کړی دی؛ څومره انساني او شریفانه شرط! مګر پر ملکي تلفاتو مینان یې ولې نه مني؟ ولې د جنګ جهنم ایشېدلی ساتي؟ او آیا یو عادي کس هم پوهېدای نه شي چې د دغه ناانساني جنګ اصلي جنایتکاران څوک دي؟
که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي؛ احساسات یو څه اړخ ته کړئ او د خپل وجدان په حکم، د عیني واقعیتو په رڼا کې حقایق وګورئ!
څوک اوربل غواړي او څوک اوربند؟

محمد یار یار



تلفات لیکنه یار
t