د شپږیزې کرکټ لیګ ځانګړی مالي ملاتړ کوونکی

د شپږیزې کرکټ لیګ ځانګړی مالي ملاتړ کوونکی

د افغانستان بانک د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د ځانګړی مالي ملاتړ کوونکي امتیاز ترلاسه کړ.

کرکټ بورډ وايي، نن د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي او د افغانستان بانک دویم مرستیال قسیم رحیمي ترمنځ د شپږیزې کرکت لیګ سیالیو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې دواړه ادارې د افغانیو د ترویج لپاره په ګډه کار کوي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د ملي ارزښت په توګه پر افغانۍ راکړه ورکړه وشي او دغه ملي مسوولیت ته لومړیتوب ورکړل شي.



افغانستان شپږیزه کرکټ
t