میدان وردګ: له ۷۳ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره مرسته وشوه

میدان وردګ: له ۷۳ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره مرسته وشوه

د میدان وردګو ولایت ۷۳ هغه کورنۍ چې له ولسوالیو څخه مرکز ته را کډه شوې وې، ډاکار مؤسسې لخوا هرې کورنۍ سره ۱۸ زړه افغانیو سربېره د روغتیا کېټونو مرسته هم وکړه.

د یاد ولایت د مطبوعاتو مرکز ویلي؛ د دغه مرستو د وېش پرمهال والي ښاغلي ډګرجنرال مظفرالدین یمین زیاته کړه: د میدان وردګو ولایت خلکو ته دا ډول مرستې بساینه نه کوي.

د میدان وردګ والي، ښاغلي یمین د کورنیو غړو ته ډاډ ورکړ، چې ولایتي اداره له مرکزي حکومت او مرستندویه مؤسساتو څخه خپلو ولسونو ته د خوراکي توکو ترڅنک، پوهنې، روغتیا، کرنې او مالدارۍ برخه کې د لا ډېرو مرستو د راوړلو هڅه کوي ترڅو د ولایت په لرې پرتو سیمو کې ترې اړمنې کورنۍ برخمنې شي.

په ورته وخت کې د کډوالو چارو امر وویل:

«په دغه کېټونو کې ۱۹ قلمه د روغتیا توکي شامل دي، دغه راز یې زیاته کړه: له یادو کورنیو څخه نوموړې مؤسسه د ۲۶ کورنیو لپاره حمامونه او تشنابونه هم جوړ وي.»

له ویلو د پاتې نه وي چې ډاکار مؤسسې تر دې وړاندې هم له ګڼ شمېر کورنیو سره نغدي او روغتیایې کېټونو مرستې کړې دي.



اقتصاد خبرونه مرسته وردګ
t