ننګرهار: د لشکري چینجیو پر ضد درملنه پيل شوه

ننګرهار: د لشکري چینجیو پر ضد درملنه پيل شوه

د ننګرهار ولایت په کامې، بهسودو او مهمندرې ولسوالیو کې لشکري چینجیانو پر ضد درملنه پیل شوه.

ددې ولایت د کرنې ریاست وايي، په بهسودو، کامې او مهمندرې ولسوالیو کې د خبرتیاوو پر اساس د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو د ساتنې او قرنطین مدیریت مسلکي ټیم یادوو ولسوالیو ته کاري سفر وکړ.

لشکري چینجیان چې د بیلابیلو سبزیجانو باندې یې یرغل کړی وو تللي فني ټیم لومړی کروندګرو ته ددغه چینجیانو په تړاو عمومي معلومات ورکړل.

سرچینه وايي، تللي فني ټیم(I.P.M ) د ترکیبي درمول جوړولو او استعمال او بیا دغه افت سره د مجادلې لپاره خپل امکاناتو څخه کارواخست چې دغه افت له منځه لاړ شی.

ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو کروندګرو څخه هیله کوي چې د لشکري چینجینانو د لیدلو په وخت کی د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، په اړونده ولسوالیو کې د ترویج او یا هم د بوټو ساتني او قرانطین لوی مدیریت ته خبر ورکړئ ترڅو یې ژر مجادله وشي.



خبرونه درملنه ننګرهار
t