بایډن: ټرمپ به ټاکنو کې نابود کړم

بایډن: ټرمپ به ټاکنو کې نابود کړم

د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند جوبایډن وایي، چې اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو ټاکنو کې نابود کړي.

بایډن دا خبره واشنګټن پوسټ ته په یوه تازه لیکنه کې کړې ده.

هغه دغه راز پر ټرمپ توند تورونه لګولي او ویلي، چې د ملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته کار کوي.

ټرمپ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بایډن د اوباما د ولسمشرۍ پر وخت د هغه مرستیال و.




t