د امریکا او چین د اقتصادي جنګ ختمیدو غوښتنه وشوه

د امریکا او چین د اقتصادي جنګ ختمیدو غوښتنه وشوه

د اسټرالیا، کاناډا، سینګاپور او اندونیزیا د مالیې وزیرانو د یوې ګډې اقتصادي ناستې پر مهال له  نوم اخیستو پرته له چین او امریکا غوښتي، چې خپله روانه اقتصادي جګړه زر پای ته ورسوي.

دوی د خپلې ناستې په پریکړه لیک کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قدرتونو اقتصادي جنګ ټولې نړۍ ته ګواښ ګڼي او پای ته رسیدل یې غواړي.

په وروستیو کې ځینو نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو هم له یادو هېوادونو ورته غوښتنې کړي، خو لا یې کومه محسوسه پایله نه ده لرلې.




t