د هند و پاکستان اټومي جنګ به سل میلیونه کسان ووژني

د هند و پاکستان اټومي جنګ به سل میلیونه کسان ووژني

د امریکا یوه څېړونکي ویلي، چې که د هندوستان او پاکستان ترمنځ اټومي جګړه رامنځته شي، تر ۱۰۰ میلیونو پورې انسانان به پکې ووژل شي.

الان روبوک پخپله تازه څېړنه کې ویلي، چې له دغې احتمالي جګړې سره به د ځمکې کره له سختو ستونزو سره مخامخ شي او هم به په نړیواله کچه فقر خورا زیات شي.

دا خبرداری په داسې وخت ورکړل شوی،چې د یادو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوي، خو دواړو لورو د جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی.




t