بیا هم کرکټ! مشتاق رحیم

بیا هم کرکټ! مشتاق رحیم

که څومره هم ځان منع کړم، خو له کرکټ نه بغیر لکه چې نه کیږي 🙂

لکه د ډیرو ملګرو په شان د نړیوال جام څخه د مخه مدیریتي کړکیچونو، د لوبو په جریان کې لانجو او شخړو، د شخصي عقدو له کبله د ګټلو لوبو بایللو او د جام څخه وروسته حالاتو له کبله مې زړه کې د کرکټ دپاره مینه بیخي کمه شوې ده. کرکټ چې زما جنون وو، د افغانستان کرکټ مې عشق وو، ما کله هم داسې نه انګیرله چې دومره به مې کرکټ په اړه مینه او ولوله سړه شي. ما چې په هره لوبه کې د راشد خان یو یو ریکارډ شمارلو، ما چې د نبي او راشد په آی پي ایل کې په شاملیدو د خوشالۍ اوښکې توې کړې، زما چې د افغانستان لومړۍ ټیسټ لوبې په ورځ له خوشالۍ ډوډۍ ته زړه نه کیدو، دومره له خپل کرکټ او کرکټرانو خفه شوم چې د راشد ګنیز په کتاب کې د نوم راتلو په څیر سترې زیري راباندې هیڅ تاثیر هم ونکړ، د نبي ریټایرمنټ کیسه کې هم نه شوم، د بنګله دیش په خپل کور کې په تیسټ کې ماتول راته ستره واقعه معلومه نه شوه!

اوریدلي مې وو چې څومره دې توقع او تمه وي، د هیلو د ماتیدو په بدل کې به ترې همدومره خفه کیږې هم. دا حالت د دې ښکارندویي کوي چې کرکټ او کرکټر سره مو سپیڅلې مینه کړې وه، په همدې دلیل د افرادو خود غرضیو له کبله مو د زړه شیشه داسې ماته شوې چې اوس هیڅ نه کوشیریږي!

خو دا باید له یاده ونه باسو چې کرکټ د افغانستان دپاره یوازې یوه لوبه نه ده. کرکټر یوازې په میدان کې لوبیدونکې لوبغاړې نه دې. د افغانستان د کرکټ لوبډله د ساعتیرۍ وسیله نه ده!

نو، کرکټ، کرکټر او د کرکټ لوبډله څه دي؟

کرکټ د عصري افغانستان ښکلې څیره ده. کرکټ په نړۍ کې د افغانستان نوم په نیکو الفاظو یادیدو لامل دې. کرکټ په نړۍ کې د افغان او افغانستان شناخت او پیژندګلو ده. کرکټر د هر افغان ماشوم دپاره الګو او آیډیال دې. کرکټر د افغان ځوان په سمه لار د خپلې انرژۍ د کارولو سمبول دې. کرکټر د افغانستان مهذبه استازې او سفیر دې. د کرکټ لوبډله د افغانستان د روښانه راتلونکي بیلګه ده.

په هیواد کې مو یوازې کرکټ داسې یو څه دی چې نه د چا په بودیجه، نه د چا په مالي مرسته او نه دچا په لاسنیوي دې ځای ته را رسیدلې. کرکټ د افغان بچي د زیار او کار پایله ده، حماسه ده!

کرکټ هیله ده، کرکټ ارزو ده، کرکټ د نړۍ د غمونو څخه د یو څو ساعتونو دپاره د خلاصون دوا ده.

که څه هم کرکټرانو باید د ولس د غبرګون په بدل کې ځان کې بدلون راوستې وای خو دا کار یې نه دې کړې، د کرکټ هغه مشرانو چې د ورلډ کپ درد یې مونږ ته ډالۍ وه له ولسه بخښنه غوښتې وای خو دا چې لا مونږ د ټولنې په توګه لا د پوخوالي دې حد ته نه یو رسیدلي نو باید خپل توقعات مدیریت کړو. په دې هیواد کې بې شمیره قاتلان، غاصبان، داړه ماران، ظالمان او لوټماران ښاغلي دي، کرکټ او کرکټر ته هم باید یو چانس پرته له دې چې هغوي یې له مونږ غواړي ورکړو. کرکټ او کرکټر د افغانستان په خاطر د یو بل چانس حقدار دې، او مونږ تول یې باید د یو مینوال په توګه دا چانس په خپله خوښه خپل کرکټ ته ورکړو.

نو، ما خو خپل زړه سره سلا وکړه، قانع مې کړ او د کرکټ مړې مینې ته مې ساه ور پو کړه! تاسې څنګه؟ تاسې هم زړګي سره خبرې وکړئ او د افغانستان نوم ورته واخلئ، د روښانه راتلونکي نوم ورته واخلئ، وبه ګورئ چې زړه به مو غږ وکړي:

شپږیزه…………………




t