آصف زرداري د ای ایس آی او پاکستان خلاف و!

آصف زرداري د ای ایس آی او پاکستان خلاف و!

افغان سیاستوال عبدالستار سعادت وایي، چې د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس آی او ان د پاکستان د جوړښت مخالف و.

سعادت دا خبرې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریس عبدالکریم خرم د کتاب( څلویښت کاله په توپان کې) د مخکتنې د غونډې پر وخت کړي.

ستار سعادت ویلي: خرم راته د کرزي او زرداري د یوه خصوصي مجلس کیسه کړې او ویلي، چې زرداري دا خبره کرزي ته کړې.

د سعادت په وینا دا او دې ته ورته نورې کیسې خرم پخپل کتاب کې نه دي کړي او دا ښه کار ځکه دی، چې که دا ډول خبرې افشا شي، بیا به بهرني مشران د افغانستان په اړه ناویلي موضوعات له افغان چارواکو سره شریک نه کړي.

سرچینې ویلي، چې زرداري د خپلې مېرمنې (بې نظیر بوټو) د وژل کیدو پړه هم پر ای ایس آی اچولې وه.




t