د امریکا او شمالي کوریا مذاکرات بیا پيلیږي

د امریکا او شمالي کوریا مذاکرات بیا پيلیږي

د شمالي کوریا یوه چارواکي ویلي، چې د دوی او امریکایي چارواکو  ترمنځ د مذاکراتو د بیا پيل فرصت نیږدې شوی.

هغه نه دي ویلي،چې دا مذاکرات به په کومه چارواکي کوي، خو وایي زر به پیل او د ترینګلو اړیکو د بیرته ښه والي په اړه به پکې خبرې وشي.

شمالي کوریا د امریکا لخوا د اټومي فعالیتونو په  ترسره کولو تورنه ده، خو دا هېواد دغه  تور ردوي او وایي امریکا ورسره هسې ورانه ده او بهانې ور جوړوي.




t