امریکا جنوبي کوریا ته د پوځي تجهیزاتو لېږدول رد کړل

امریکا جنوبي کوریا ته د پوځي تجهیزاتو لېږدول رد کړل

امریکایي چارواکو هغه خبر رد کړی، چې ګواکې د شمالي کوریا د ګواښ مهارولو لپاره یې د دغه هېواد ګاونډي( جنوبي کوریا) ته پوځي تجهیزات لېږدولي.

دا راپور له څو ورځو راهیسې یو شمېر نړیوالو رسنیو خپور کړی و.

خو امریکایي مقاماتو ویلي، چې نه د شمالي کوریا له لورې کوم عاجل ګواښ ور پېښ دی او نه دوی جنوبي کوریا ته د ګواښ مهارولو لپاره پوځي تجهیزات لیږلي.

له دې سره هم مهاله د شمالي کوریا او امریکا د مذاکراتو د بیا پيل خبر هم ورکړل شوی.




t