ملګري ملتونه: عراق کې دې تاوتریخوالی بند شي

ملګري ملتونه: عراق کې دې تاوتریخوالی بند شي

ملګرو ملتونو په عراق کې د خونړیو پېښو د زر ودرولو غوښتنه کړې ده.

د دغه هېواد لپاره د یاد شوي سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي جنین هنیس پلاسچارت له عراقي حکومته غوښتي، چې تاوتریخوالی زر مهار کړي.

د راپورونو له مخې د حکومت ضدو لاریونونو پر وخت د تاوتریخوالي له کبله تر سلو پورې کسانو ته په څو ورځو کې مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور پولیسو نیولي.

لاریون وال د حکومت د فساد او په عامه خدمتونو کې د پاتې راتلو خلاف شعارونه ورکوي.




t