اردوغان او ټرمپ ټلیفوني خبرې کړي

اردوغان او ټرمپ ټلیفوني خبرې کړي

د سوریې په شمال کې د کردي وسله والو د فعالیتونو له زیاتیدو او ځپلو ته یې د ترکیې له ګواښ سره هم مهاله د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټلیفوني خبرې کړي.

ویل شوي، چې په دغو خبرو کې رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ د سوریې د شمال په اړه خبرې کړي.

د دغو خبرو جزیات نه دي روښانه شوي.

تمه ده، چې دغه دواړه مشران په راتلونکي میاشت کې له نیږدې هم سره وویني.




t