اسراییل له عربي هېوادونو سره پریو بل د نه تېري تړون کوي

اسراییل له عربي هېوادونو سره پریو بل د نه تېري تړون کوي

اسراییلي چارواکي وایي د عربي هېوادونو له چارواکو سره پر داسې تړون کار کوي، چې له مخې به یې یو پر بل د نه تېري ډاډ ورکوي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ییسرائیل کاتس ویلي: په دې اړه مو له امریکایي چارواکو او هم د یو شمېر عربي هېوادونو له مشرانو سره  خبرې کړي.

نوموړي نه دي په ډاګه کړي، چې دا تړون به له کومو هېوادونو سره لاسلیک شي او کوم هېوادونه ورسره تړون ته حاضر شوي.




t