پمپو: د ترکیې چلند د زغملو نه دی

پمپو: د ترکیې چلند د زغملو نه دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو په ختیزه مدیترانه کې د ترکیې چلند د نه زغملو وړ ګڼلی.

هغه دا خبره د یونان له صدراعظم کیریاکس میتسوتاکیس سره  د لیدنې پر وخت کړې ده.

په لیدنه کې یوناني صدراعظم د قبرس پر سر په ختیزه مدیترانه کې د ترکیې له چلند څخه امریکایي لوري ته شکایت کړی.

په وروستیو کې د امریکا او ترکیې اړیکې هم ترینګلې دي.




t