هندي کشمیر کې چاودنې ۱۰ تنه ټپيان کړل

هندي کشمیر کې چاودنې ۱۰ تنه ټپيان کړل

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپيان کړل.

چارواکي وایي چې چاودنه په انانتناگ سیمه کې پر یوه موټر شوې.

په پېښه کې یو خبریال هم ټپي شوی.

چارواکو پړه پر پاکستان پلوو ترهګرو ډلو اچولې، خو دغو ډلو نه چا د پېښې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.




t