افغانستان بانګ د شپږيزې ليګ د ځانګړي مالي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ

افغانستان بانګ د شپږيزې ليګ د ځانګړي مالي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ

د افغانستان بانک د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د ځانګړی مالي ملاتړ کوونکي امتیاز ترلاسه کړ

نن د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي او د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي قسیم رحیمي ترمنځ د شپږیزې کرکت لیګ سیالیو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي هوکړه لیک لاسلیک شو.

چې پر بنسټ به یې دواړه ادارې د افغانیو د ترویج لپاره په ګډه کار کوي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د ملي ارزښت په توګه پر افغانۍ راکړه ورکړه وشي او دغه ملي مسوولیت ته لومړیتوب ورکړل شي.




t