د چین یو نفتي شرکت له ایرانه ووت

د چین یو نفتي شرکت له ایرانه ووت

د چین یو نفتي شرکت، چې د ایراني نفتو د استخراج لوی تړون ورسره و، له دغه هېواده وتی.

د ایران د نفتي چارو وزیر بیژن زنگنه ویلي: دا شرکت وتی، خو د ایران پر نفتو او اقتصاد به بد اغېز ونه کړي.

ویل شوي، چې دا شرکت پر ایران د نړیوالو بندیزونو په دوام له دغه هېواده وتو ته مجبور شوی.

معلومه نه ده، چې دا پریکړه د چین د حکومت په فشار شوې او که یاد شوي شرکت پخپله د وتو اقدام کړی.



نړيوال اقتصاد
t