کندهار کې د شاتو مچيو کاروبار وده کړې

کندهار کې د شاتو مچيو کاروبار وده کړې

کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار په غوړېدو دی

کندهار چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنی او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی.

په کندهار کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته لسګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.

په کندهار کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ کندهار ته راوړي دي چې دلته یې روزنه وکړی او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.

په کندهار کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت له بېوزله کورنیو سره د شاتومچیو د روزنې وړیا مرستې وشوې. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.

د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.

افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې سبب شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
په افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي.

د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرني سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.




t