د شمي او اشوېن د وېکټو سیالۍ افریقا په ستر توپیر ماته کړه

د شمي او اشوېن د وېکټو سیالۍ افریقا په ستر توپیر ماته کړه

د هند او افریقا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه چې د اکټوبر په دوهمه نېټه پیل شوې وه، پرون د هند په بري پای ته ورسېده.
هند لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۷ وېکټو ۵۰۲ منډې وکړې، روهېټ شرما پکې ۱۷۶ او میانک اګروال بیا ۲۱۵ منډې وکړې.
کیشاف مهاراج درې وېکټې واخېستې.
افریقا په لومړۍ پاڼۍ کې د ډین ایلګر د ۱۶۰ منډو او د کوېنټن ډیکاک د ۱۱۱ منډو په مرسته ۴۳۱ منډې وکړې.
اشوېن ۷ وېکټې واخېستې.
دوهمه پاڼۍ کې هند د روهېت شرما د ۱۲۷ منډو په مرسته ۳۲۳ منډې وکړې او ۴ وېکټې یې وسوځېدې.
افریقا دوهمه پاڼۍ کې روېندرا جدیجا او محمدشمي ښکار کړه، محمدشمي پنځه وېکټې واخېستې، چې څلور کسان یې پکې بولډ اوټ کړل، جدیجا بیا څلور وېکټې ترلاسه کړې.
هند، افریقا ته په ۲۰۳ منډو ماته ورکړه او روهېت شرما د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، هغه په دواړو پاڼیو کې ۳۰۳ منډې وکړې.
دواړه لوبډلې دوهمه ټېسټ لوبه د اکټوبر په لسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ پېلېږي.

سمیع الله درانی



سپورټ نړۍ کرکټ
t