پي ټي ایم کې ګروپ بندي – ګوهر ننګیال

پي ټي ایم کې ګروپ بندي – ګوهر ننګیال

پشتون تحفظ مومنټ جوړيدو کښې دړې يا ګروپونه خو جوړيدو نه لږ وخت پس جوړيدل شروع شول چې پکښې درې غټ ګروپونه مخې ته راغلي وو، يو هغه ګروپ وۀ چې پي ټي ايم ئې پارليماني کول غوښتل، بله هغه چې پي ټي ايم ئې هم دغسې مزاحمتي تحريک پۀ طور پۀ مخه بوتلل غوښتل بل هغه خود ساخته ليډران وو چې دې نه مخکښې پۀ بلها سياسي ګوندونو کښې پاتې شوي خو هلته ځاي شوي نۀ وو بيا ئې ځانته تحريکونه شروع کول خو هغي هم خوند نۀ کولو آخر پۀ پي ټې ايم ولګېدل ـ دَ پي ټي ايم نزدې ملګري يا هغه ملګري چې دَ پي ټي ايم پۀ اټس ايپ ګروپونه کښې دي، هغوي به خبر وي چې وخت پۀ وخت پۀ دې بحثونه مباحثې شوې دي، ان تر دې چې څۀ کسانو دَ يو تنظيم امانت آئين راوړو او دَ پختونخوا اولسي تحريک پۀ ځاي ئې پکښې پشتون تحفظ مومنټ وليکلو ويل دا آئين شو، پۀ دې کور کميټۍ کښې ډېري لانجي ؤشوې، بحثونه پرې وشول او آخر خبره دې له راغله چې پۀ دې آئين دَ ملګرو رائے واخلئ، تر ننه هغه آئين نافذ ځکه نۀ کړے شو چې هغه دَ يو څو کسانو خواهش وو، اکثريت ملګري پرې متفق نۀ وو، بلکې اکثرو ملګرو پۀ دې اتفاق وکړو چې آئيني کميټي جوړه کړئ، هغه به آئين جوړ کړي، ملګرو ته به ئې مخې ته کېږدي چې بحث و مباحثې نه پس اکثريت سره منظور شي، هم هغه به دَ پي ټي ايم آئين وي ـ خېر کشمکش خو روان وۀ خو دغې ګروپ غوښتل چې نوې کور کميټئ ته خپل خلک ولېږي چې هلته لابنګ کوي او منظور مجبوروي، بيا ډاکټر مشتاق لالا ويل چې ما خو به خامخا ليږئ، ملګرو ورته ويل چې دا به دَ ضلعو کميټۍ فېصله کوي چې څوک لېږي او څوک نۀ لېږي، دلته صوابۍ کښې اکثريتو ملګرو دَ دوي دا خواهش رد کرو او نور کسان ئې نامزد کړل چې نور نامزد شول دې ګروپ بيا غوبل جوړ کړو، دَ صوابۍ کوآرډينيټر ئې ځان سره پۀ صلاح کړو او نور نومونه ئې ولېږل، هغه نومونه ئې لرې کړل کوم چې اکثريتي رائے سره تجويز شوي وو، پۀ دغه حواله خلا منځ ته راغله، آخر دا فېصله وشوه چې انور شيراني لالا او نظيف لالا به راشي او ووټونه به واخستے شي، دَ دې مشرانو پۀ مخکښې اليکشن وشو او اکثريتي ملګرو صوبائي کميټۍ لپاره عثمان خان دَ کالو خان او مرکزي کميټۍ لپاره دَ شيرين يار نومونه غوره کړل ـ کوم خلک چې غوره نۀ شول هغوي ځانته بيل ګروپ جوړ کړو، دا بيل بيل پروګرامونه او اختلافات لۀ هغې ورځې راروان دي ـ څۀ دَ پرون خبره نۀ ده ـ
بيا دَ دي ګروپ څۀ کسان سره دَ صوابۍ پي ټي ايم کوآرډينيټر نوښار کښې استخباراتي ادارې کرنېل سره دَ ميجر عامر پۀ وساطت ملاقاتونه وکړل چې هغه خبره ليک شوه او دَ کور کميټۍ ملګرو پرې غوبل جوړ کړو چې تاسو پۀ کوم حېثيت دَ ادارو افسرانو سره ميټنګونه کول نو دَ دوي جواب دا وو چې دا مونږ پۀ ذاتي حيثيت لګيا وو ـ بيا ملګرو پۀ کوآرډينيټر هم عدم اعتماد وړاندې کړو ـ نن چې پخوانۍ مرکزي او صوبائي کورکميټۍ تحليل دي نو پخوانۍ ضلعي کور کميټي يا ئې کوآرډينيټر تحليل نۀ دي؟
همدا هغه ګروپ دے چې دوي دَ پي ټي ايم مرکزي کور کميټۍ کښې هر وخت دغه سازشونه کول چې علي وزير او محسن داوړ دَ کور کميټۍ غړيتوب نه لرې کړي ځکه دوي پارليمان ته تلي دي ـ هر وخت او هر ځاې ئې دَ محسن داوړ او علي وزير خلاف شازشونه پۀ دې غرض کول چې منظور پشتين يوازې کړي او بيا پۀ منظور او پي ټي ايم کښې دَ خپلې خوښې فېصلې وکړي خو هر ځل دَ دوي دا سازشونه ملګرو ناکامه کړي دي ـ نن چې محسن او علي وزير لۀ زندانه راخلاص شول او دوي ورته بيړه کښې پروګرام راجوړ کړو، دا داسي نۀ وه چې دوي لۀ خپلو هغه سازشونو لاس واخستو يا پۀ علي او محسن مهربانه دي بلکې دوي پۀ حب علي کښې نا بغض معاويه کښې لګيا دي ـ
دوه هفتې مخکښې دې ګروپ منظور پشتين هم صوابۍ ته پۀ دې اطلاع راؤغوښتو چې فېض مامد کاکا دې غواړي چې هغه راغلو دوي ته ئې ويل چې دَ کور کميټۍ ملګري کوم دي؟ دوي سره ځواب نۀ وۀ ـ پروني پروګرام له چې اصل کښې دَ پي ټي ايم دَ ملګرو خيال وو چې صوابۍ کښې علي وزير او محسن جان له درناوي کښې پروګرام کوو، دا ټولګے چې خبر شو، دوي پټ پۀ پټه او جلدۍ کښې علي او محسن له پروګرام راجوړ کړو، نۀ ئې ملګري اعتماد کښې واخستل، نۀ ئې اطلاع ورکړه بيا چې دَ پي ټي ايم ملګرو علي وزير او محسن داوړ ته خبره کېښوده او هغوي ورته ويل چې وروره مونږ نۀ درځو دا خپل ملګري اول رضا کړئ فون ورته وکړئ نو ډاکټر مشتاق بيا فون وکړو چې زمونږ خو څۀ خواهش نۀ دے نۀ ئې غواړو خو علي راته ويل چې دوي ته کال وکړئ ـ پۀ داسي حال کښې به دَ پي ټي ايم ملګرو څنګه پۀ دې هر څۀ پښه اېښوده او تلل به؟
دا ګروپ چې اصل کښې دَ هغه ګروپ زيلي شاخ دے چا چې دَ محسن او علي خلاف مرکزي کورکميټۍ کښې سازشونه کول چې دوي دَ کور کميټۍ نه لرې کړئ ـ دا ګروپ دَ هغه ګروپ ذيلي ښاخ دے چا چې منظور هم نۀ دے معاف کړے او دَ برطانيه او يورپ پي ټي ايم تنظيمونه سره مسلسل رابطو کښې به دغه خبره کوله چې “منظور بزدله دے، فېصله کولو قوت نه لري ګنې علي او محسن به ئې پخوا لري کړي وو” ـ دَ دې ګروپ تاؤ دغه دے چې ډاکټر مشتاق مرکزي کور کميټۍ ته ولېږئ ـ پېښور کښې دا ګروپ مرکزي کور کمېټۍ ته پۀ خپلو خلکو لېږلو کښې کامياب شو خو صوابۍ کښې ورته ملګري ويښ وو دَ دوي دا خواهش ئې پوره کېدو ته پرېنښودو ـ دوېم تاؤ ئې دغه دے چې دا آئين کوم چې مونږ تجويز کړے دے دا نافذ کړئ ـ ملګري ورته وائي چې مونږ به آئين جوړوو خو خپل ـ پۀ يوه يوه نقطه به بحث کېږي، بحث و مباحثې نه پس به منظورېږي ـ
دَ پېسو پۀ حواله او ځېنې نورې خبرې هم دي خو هغه لا في الحال پۀ فيس بک نۀ کوو ـ کۀ وخت راغلو هغه به هم قام ته مخې ته کېږدو ـ
خو غوښتل مې چې دَ پروني پروګرام دَ بائيکاټ پۀ حواله ملګري خبر کړم چې دَ پي ټي ايم صوابۍ ملګرو ولې دې پروګرام نه بائيکاټ وکړو ـ



ننګیال
t